سلام

د ټولو ملګرو او دوستانو په خدمت کی او زه هیله کوم چی تاسی هم له ماسره مرسته و کړی . وسلام په درناوی!

پشتو ادبی شعر

 

پشتو ادبی شعر

 

څوك وايي دا چي زه دســـــــــــرو سپينو انعام غواړم

زه خو په ســـــــــــــترګو او په زړونو كي مقام غواړم

ځيني ياران شــــــــــــــــــــايد له ما ځخه پدې خفه دي

چي زه دا ټول خلګ يو تا ته په ســــــــــــــــلام غواړم

ددې نه وركه ورځ ګــــــــــــــــــــوهره بله څرنګه وي

په خپل وطن كښـــــي هم خپل حق دخداي په نام غواړم

 

اوس مي په زړه دنورو سترګو اثر نه شي كيداي

ښكلي منم خولكه ته جادوګر نه شـــــــــــي كيداي

ماددې كار دپاره لاره دنظــــــــــــــــر غوره كړه

اظهار دمينې ســـــم دژبې په سر نه شي كيداي

دلته به څو پوري خواره وي دباروتو لوګـــــــي

دلته به څوپوري دســـرو ګلونو كر نه شي كيداي

+ نوشته شده در  چهارشنبه 17 آذر1389ساعت 15:23  توسط لــــــــودین شمس الرحمن "زاهد"   |